خدای پېژندنه: خدای د لمر په څېر څرګند دی

د فطرت برخه

خدای پېژندنه د انسان په فطرت کې ځای لري. دا لیکنه د مولانا وحیدالدین خان د «فطرت کا حصہ» پښتو ژباړه ده، چې په کې د خدای پېژندنې عقلي او فطري درجې تشریح شوي.

خدای پېژندنه، د لمر وړانګې

د خدای او د اخرت معامله په ظاهره خو له يوې نا ليدونکې نړۍ سره اړه لري خو حقیقت دا دی چې دا د انسان د فطرت يوه لازمي برخه ده. د انسان فطرت د خدای او د اخرت معامله د يو موندلي رښتيا په توګه پېژني.

په اصل کې د خدای د معرفت دوې درجې دي، يوه عقلي او بله فطری. د خدای او د اخرت وجود په عقلي کچه منل د دې معرفت اولنۍ پوړۍ ده خو د خدای او د اخرت وجود پر فطري کچه منل د دې انتهايي پوړۍ ده.

د خدای او د اخرت په معامله کې د عقلي دلايلو د استعمال مقصد يوازې دا وي چي له انسان څخه د شک پرده ليرې کړي او نسان تر هغه پړاوه راولي چېرې چې دی د خداي او د اخرت معامله لږ تر لږه د امکاني صداقت په توګه قبوله کړي.

د خدای او د اخرت په معامله کې د دليل او د منطق د وړاندې کولو مقصد دا وي چې سړی دې په فکري توګه دومره تکړه وي چې د خدای او د اخرت وجود د يوې نظريې په توګه منلو ته چمتو وي. کله چې سړی دې حالت ته ورسېږي نو دی د دې وړ شي چې د دې نظرېې د منلو لپاره د ده د فطرت ور خلاص شي. دی دا د يوې طبيعي رښتيا په توګه وپېژني او خپل يې کړي.

هر څوک دومره سترګه ور وي چې خداي او اخرت وويني خو پر سترګو يې د شرايطو او امکاناتو پرده غوړېدلې وي. منطقي دليل دا کار کوي چې دغه شرطونه يا دا ذهني خنډ له مخه وباسي او د فطرت له سترګو دغه مصنوعي پرده ليرې کړي. له دې پس انسان خدای او اخرت په روڼو سترګو ويني. اوس انسان په ظاهره د نه ليدونکي خدای پر وجود داسې مکمل يقين وکړي لکه يو کوشنی چې يې د خپلې مور پر وجود باندې لري، حلانکې ده ځان د مور له وجود څخه د را زېږېدو په حالت کې کله هم نه وي ليدلی.

د خدای او د اخرت معامله تر هغه وخته پورې د منطقي بحث موضوع وي تر څو چې د سړي د ذهن دغه مصنوعي پرده ليرې شوې نه وي. په غور او فکر يا منطقي استدلال چې کله دا پرده ليرې شي نو بيا انسان خپل خدای د خپل داخلي معرفت له لارې وپېژني. اوس خدای د ده لپاره تر ټولو معلومو شيانو زيات يوه معلومه پېښه شي. د منطقي دليل کار يوازې دا وي چې دی انسان د فطرت تر وره ورسوي. څنګه چې د فطرت ور ليرې شي انسان خدای داسې ومومي لکه ده چې ډېر له مخه لا پېژندلو.

د انسان پر سترګو که پټۍ تړلې وي نو اړتيا ده چې د لمر وجود ده ته په دلايلو ور ثابت شي. خو کله چي دا پټۍ ليرې شي نو بيا د لمر د وجود منلو لپاره د هيڅ دلايلو اړتيا پاته نه شي. همدغه معامله د خدای په هکله ده. خدای پېژندنه د انسان په خټه کې تر اخري حده اخښلې وي. اصل اړتيا يوازې د فطرت د پردې د ليرې کولو وي. د دليل په مرسته چې کله دا پرده ليرې کړل شي نو بيا انسان خدای، تر يو سترګې لرونکي، چې لمر مخامخ ويني، په زيات يقين سره ويني.

پایله: خدای پېژندنه د انسان په خټه کې شته، او عقلي دلیل یوازې د فطرت پرده لرې کوي.

نورې ښې لیکنې او ژباړې thewrak په ویب پاڼه کې ولولئ.