د لورالائی کلتور او ماحولياتي بدلون

لورالائی ، چي د جنوبي بلوچستان په نيمايي غرنۍ او نيمايي مېداني علاقې کې واقع ده ، يوازې يوه جغرافيايي خطعه نه ده . بلکه يوه بشپړه تمدوني او کلتوري ټوټه ده . کوم چې د نسلونو څخه د زرعي معيشت ، ورشو ژوند د آبادي د ژوند ساده طرز ، د ارزښتونو ځائ ، او پر قدرتي وسايلو باندي انحصار يا تکيه کوي . دغه وجه ده . چي په قدرتي ماحول کې بدلون راشي . ده بارانونو په مقدار کي کمي رالو ، چشمې وچي شوې او کاريزونه ختم شو ، نو د دې اغېز يوازې تر زراعت ، روزګار او خوراک پوري محدوده نه شو پاتي . بلکه پوره ثقافتي ډانچه يي ولړزوله . دا يوه داسې زلزله وه . چي ليدل کيدله نه خو ددې تهرتهراهټ يا اثر د انسان وجود ، ياداشت ، شناخت او ژبه ټول اغيزمن کړل .


» تحقيق نګار طاهر د جامعه کراچۍ ” ايريا اسټډي سينټر فار يورپ ” کې په خپل ايم فیل مقاله کې د لورالائی يو داسي ثقافتي بحران يا سخت حالت يي د بدل شوي موسم په تناظر کې و تللو . هغه يواځې د مقامي حالت جائزه نه ده اخيستې. بلکه د دې بدلونونو په نړيواله کچه رواني پاليسۍ او اقدامات ، په خاصه توګه د اقوام متحده پائيدار د ترقۍ هدفونه او د يورپي يونين کلتوري ماحولياتي تګلارې سره د تړلو کوښښ کړې دې. ددې تحقيق تر ټولو څرګنده صفت دا دی . چي د ځمکي حقيقت يي له علمي فریم ورک سره وتړلو. او ورسره یې يو اضافي پښتو فيلډ رپوټ په ذريعه دا ټول کلتوري او نفسياتي اغېزي له اولسي سره په ژوندۍ بڼه پيش کړی . کوم چې په اعداد و شمار کي نه راځي . خو په زړونو کې محفوظ وي .


» د لورالائی کلتوری مرکز يوازې پر مادي عناصرو لکه کور لباس او د خوړو پر طريقې نه وو. بلکه هغه مقامات او روايات ول چيري چي انسانان په خپل منځ کې وتړل شو . يو داسي ځاي چيرې چې ښځې د اوبو ډکولو په بانه په خپل منځ کې خبرې کوي او د خپلو زړونو بوج سپکوي . او خپل غمونه يو بل سره شريکوي . او اجتماعي شعور منتقلوي . کله چې د اوبو چشمې وچي شوې او د اوبو د رسائی لپاره اوږدې فاصلې پرې کولې . نو هغه ګودرونه ختم شو . له دې سره نه يواځې د اوبو ذريعه ختمه شوه بلکه يو تهزيبي مرکز مو له لاسه ورکړ . دغسي دراوۍ چې د مينې د اظهار لپاره د ځوانانو يو کلتوري روايت و. اوس ختم شو . او د دراوۍ قصې اوس يواځې د زړو بزګرانو په حافظه کې محفوظ دي . او د نوي نسل لپاره دا يو ناولده څيز پاتی شو . لویک ادب هم له دغه روايت څخه ژوندې وو.

چغکه ، د يو ځانګړي مقامي موسقي آله وه ، د ځوانانو لپاره يواځې د تفريح ذريعه نه وه بلکه د اجتماعي تخليق محور هم و . کله چې به د ژمي په شپو کې کار ودرېدو . نو په حجرو کې به بانډار ، سندرو محفل او تبادله خيال مرکز به جوړ شو . چيغکه به يي وهله ، روايتي سندري به يي ويلې او پخوانۍ قصې به يي را تازه کولې . کله چې د خشک سالي شدت ډېر شو ، مال مويشي ختم شوه ، .فصلونه ناکامه شول ، نو ورو ورو دا کارونه اورېدل . او د موسیقۍ شور په خاموشۍ کې بدل شو


» دا بدلون يواځې تر سړو پوري محدوده نه شو پاتي . ښځې چې د کلتور خاموشه نګهبانه دي ، هغه تر ټولو زياتي متاثره شوې. هغه لباس چې د پېړيو پېژندګلوي وه ، لکه درانه د لاس کارونه ، روايتي ټيکريان ، او پسول ، اوس يا خو د ګرمۍ د شدت له کبله يي پرېږدل ، يا ددې د وجي چې نوې مېډيا په دې کي احساس کمتري پیدا کړه . اوس دا لباس نه عملي پاتي شو ، او نه د وياړ علامت پاتي شو ، بلکه يو بوج پاتي شو . کشيده کاري چي له نسلونو څخه را منتقل شوی فن و ، او اوس يي د زده کولو والا نه پیداکېږي . يوه نجلۍ چې اوس له خپل کلي څخه بهر راووځي او په خپل علاقاۍ لباس باندي وياړ نه بلکې شرم محسوسوي. معاشي بحران ، او د اوبو قلت ، او د خوړو کمي ددې خطې اوسېدلو والا د ښارونو خوا په حجرت کولو باندي مجبوره کړل . دا د اربن مائيګرېشن يو ساده عمل په نظر راځي ، خو درحقيقت دا يو بشپړه کلتوري شکست دی . کليوال شناخت ، رواجونه ، ژبه لباس ، او د ژوند کولو طرز دا ټول د ښارونو د تېز رفتاي ، مصنوعي او نابلده نړۍ کي تحليل شي . کوم ځوان چې به په کليکي سندري ويلې ، هغه اوس په ښار کې مزدوري کوي . د کوم تربيت چې د چيغکي پر دهن باندي شوې و ، هغه اوسه د شور کولو مشينونو په مينځ کې اوسېدو . دا د پېژندنې بحران يواځې د ژبي او ادب ته زيان ورسوی بلکه د يو انسان د خپل ذات څخه د بېګانګي يو کېفيت و .


» دغه بېګانګي هغه وخت نوره ډېره شي ، کله چي نوی نسل د ښار له تعليمي ادارو څخه تعليم حاصلوي ، نوي کړني ، نوي ژبي او د نوي ټولني رويو سامنه کوي . نه دوی په خپله پخوانۍ لهجه کي خبرې کوېشي ، او نه د خپلو سندرو په ژبه کي ، او نه په خپل لباس و مزاج کي . نه دوی بشپړه ښاري وي او نه بشپړه کليوال پاتي شي . دوی په يوه داسې عبوري کلتور کې ساه اخلي د کوم چې نه ولګي وي ، نه تاريخ ، نه پهچان . دغسي دوی د يو” هائبرډ کلچر ” برخه پاتي شي . نيمايي ماضي ، نيمايي حال او بشپړه تزبذب . دا شناختي بحران يواځې د يوه کس مسله نه ده ، بلکه د يو اجتماعي کلتوري زوال علامت دی . په دغه وخت کې چې موجوده سيلابي تبايانو د بوري سیمې ډېري متاثره کړلې ، کومو علاقو چي تر ټولو ډېر تاوان وسو ، هغوی د فنډ په تقسيم کي تر ټولو کشته ولاړل . د سياسي تعلقات او انتظامي ترجيحات پر بنياد باندي ځيني محفوظ علاقې يي په بحالي منصوبو کې پر اول سر کشېدلې. د لورالائی غوندي کليوالي سيمې ، کوم چې دا تباياني په ځان يوړې ، بېغوره يي کړلې ، دې عمل په ځاي خلګو کي احساس محرومي ، بداعتمادي او لاچا ري ډېر زيات کړل . او سماجي توازن يي متزلزله کړلو. خلګ چې له رياستي نظام څخه مايوسه شول ، يا خو دوی هجرت کوي ، او يا مزاحمت اختيار کړي . خود ساخته يو بل ځای پناه اخلي . په کوم کې چې نه ترقي وي او نه اوميد .


» په رپوټ کې بيان شوي دي ، چي داسي خشک سالي او قدرتي افتونه نه يي يواځې باغونه تباه کړل ، بلکه له دې سره تړلې روزګار ، خوراک او کلتوري کړني يي هم برباد کړلې . هغه باغونه چيري چي انګي ، سيب ، زردالو ، بادام او شلتالو غوندي میوې وې ، اوس خلاص ميدانونه پاتي شول . زميندارانو به پر محدوده وسايلو او روايتي زرعي علم باندي تکيه کوله ، د قدرتي آفتونو له کبله دوی نه يواځې خپلي ځمکي له لاسه ورکړي ، بلکه دوی و ښاري ژوند کولو ته هم تيار نه و . ډېر خلګ داسي ول چې خپله جمه پونجي خرچ کړلې ، او بې يار و مددګار رالو او په ښارونو کې يي اوسېدل شيرو کړل . چي هلته نه دوی خپل علم استعمال ولې شوي ، او نه يي خپل تهزيب ژوندې ساتلې شو .


» نور زياتوي چې د روايتي رسمونو غوندي اشر ، پرګوړ ، او بوهلی چې اجتماعي رضا کار کارونو او ټولنيز يووالی علامت دی . هغه هم ختم شو . وختي چې به د ونو او چشمو د سفائ لپاره خلګ يو ځای کېدل ، نو يواځې د چاپېريال عمل نه و ، بلکه يو کلتوري تقريب پرنګه ماحول به وو ، خو اوس نه هغه اوبه پاتي شوې ، نه هغه وني پاتي شوې او نه هغه کلتور او دود پاتي شو . او نه د دوی روح هغسي ګرټ او په حجرو کې يو ځای باډارونه ، خوشحالۍ ، خواړه ، رقص او موسيقي دا ټول به يو ځای کيدل . اوس يواځې د حافضې برخه پاتي شو .


» د ښځو په نړۍ کې د دې کلتوري زوال شدت نور هم برجسته يا د پام وړ دی ، هغه فنکارانه يا هنري کار په کوم کې چې لباس تياري ، کشيده کاري ، د رنګونو انتيخاب ، او د زېور تياري شاميل وه . اوس ورو ورو ختم شو . د دې يوه وجه خو معاشي زوال دې ، ليکن دې څخه هم غټه وجه دا ده . چي وه نوي نسل ته نه هغه ماحول ميلاو شو ، نه هغه ترغيب او نه هغه عزت . اوس چې کوم څه پر میډیا باندي ښکاره کوي ، هغه د دوی له کلتور څخه ډېر جلا يا مختلف دی . کوم چې د دوی د سپينګيرو میراث و ، د غسي د نسلونو تر منځ فکري تعلق ختم شو ، او کلتور اوس يواځې د سپينګيرو په خبرو کي ، يا په يو ميلاد کي ، يا د يو واده او جنازې په تقريب لږ ډېر څرګندې ږي . خو هغسي د روزني ژوند برخه نه شو پاتي .


» کله چې د يوې ټولني کلتور د زوال ښکار شي ، نو هغه يواځې خپلي مادي اثاثې له لاسه نه ورکوي ، بلکه له خپلي اخلاقي ، فکري او معنوي سرماې څخه هم محروم شي . په داسي وخت کي مزهب يو داسي واحد حواله پاتي شي ، چې وه خلګو ته يو رنګه تشري او وضاحت ورکوي . په لورلائ او دغسي نورو کليوالو سيمو کې وه موسمي بدلون ته د مزهب په نکته نظر کتل کېږي ، ځينې مزهبي حلقې خشک سالي ، د بارانونو کمي او قدرتي افتونه د خوداي له ناراضي سره تعبیر کوي ، د دوی په وېنا خلګ له دين څخه لري شو ، مونځ نه کوي ، بېپردګي عام شوه ، نو د دې د وجي خودای خپل قهر نازل وي . دا تشريح يو ځانګړي ډول ” مورالټي پوليس ” پیدا کوي ، کوم چې ساينسي او معاشي وجي نظر انداز کوي ، او يوه اخلاقي بيانيه قائم کوي .


» او د دې بيانيې يوه مسله دا ده چې هغه له اصل عالمي ذمداريانو څخه خپله توجو لري کړي ، د تحقيق او اعداد و شمار مطابق په نرۍ کي 40 فيصده کاربن اخراج محض 16 فيصد د امير آبادی له خوا څخه کېږي . په دې کي هغه ملکونه شامله دي ، د کوم صنعتي ترقي او ماحولياتي استحصال نن نړۍ دې نتيجې ته او رسوله . خو مزهبي نکته نظر يواځې انفرادي ګناوي د موسمياتي تغير وجه ګڼي ، او دوی عالمي ، سياسي و اقتصادی ذمدارياني بې قصوره ګڼي ، دغه خبره نه يواځې پر فکري سطح باندې خطرناکه ده ، بلکه د ځاي خلګو قوت فهم هم محدوده کړي . دا ويل هم ضروري دي ، که اسلامي تعليمات له حقيقي روح سره يو شي ، نو هغه د ماحولياتي تحفظ لپاره حد نه زيات کارامد شي . درخته کاټول يي منع کړي دي ، د اوبو له اصراف څخه د بچاوېدلو تلقين يي ورکړی دی ، له غير ضروري ښکار څخه يي منع کړي دي ، او تردې انده يي ورته ويلي دي ، چې که تاسو د سمند په کناره هم اودس کوی نو اوبه به لږ استعمالوی ، او که دغه تعليمات له جديد سائنسي شعور سره وتړل شي ، نو مزهب يو ماحولياتي حليف جوړېدی شي . نه د ساده اخلاقي الزام تراشي آله .


» دا سي بين القوامي تناظر کې د اقوام متحده ” ايجنډا 2030 ” په لوري ښکاره کړي نو په دې کي پايداره د ترقۍ 17 احداف څخه د ځينو تعلق براه راست له کلتور ، ماحول ، تعليم او مساوات سره دی . په خاصه توګه احداف 11 ، 13 او 16 د ځائي کلتورونو تحفظ ، موسمياتي عمل ، او ټولنيز انصاف سره اړه لري. په بدقسمتۍ سره د پاکستان غوندي وطن کي دغه اهداف يواځې په رپوټونو او بین القوامي کانفرانسونو پوري محدوده کړي . د لورلائ غوندي علاقې يي له داسي پاليسيو له فايدې څخه محروم دي. او نه په مقامي سطح باندي د دې په ارزښت سوک خبر دي او نه يي د دې لپاره سه وسايل مختص کړي . يورپي يونين ” creative Europe ” پروګرام او Driven cultural Initiatives ” (CDCI ) – Climate” غوندي منصوبې په ښکاره توګه دا حقيقت تسليموي ، چي موسمي بدلون يواځې يوه ماحولياتي ستونزه نه ده بلکه يو ثقافتي بحران هم دی . په دې پروګرامونو کې خلګ دودونه ، علاقاۍ ژبې ، او مقامي په لاس جوړ کړل شوي کارونه ژوندي ساتلو لپاره فنډونه ورکوي ، چې ځمکه بدلېږي ، نو آسمان دي خپل شناخت له لاسه نه ورکوي. دغه فلسفه د لورلائ غوندي علاقو هم منطبق ده . چيري چي نه يواځې ځمکه اوچېږي ، بلکه ژبه ، ګيت ، او پهچان هم .


» په دې کلتوري زوال کې د ژبي کردار ډېر ارزښت لري ، پښتو ژبه چې د دې ځای بنيادي لساني اساس دی ، اوس يواځې تر ګفت و شنيد پوري محدوده پاتې شوه . ځوانان په پښتو ژبه کې محاورې يا متلونه نه زده کوي ، خلګ له سندرو سره ناآشنا دي . حالانکه ژبه يواځې د ابلاغو ذريعه نه ده ، بلکه يوه تهزيبي ورثه ده . يوه داسي خزانه په کوم کې چې د پوره قوم سوچ ، ارمان ، تاريخ او جدوجهد محفوظ وي . چي کله دا ژبه يواځې د کور تر دېوالونو پوري محدوده پاتي شي او دباندي د اردو يا انګرېزي ژبې اثر وي ، نو بيا کلتور يواځې اندروني احساس پاتي شي ، اجتماعي اظهار نه شي پاتي.


» دا ګرده منظر نامه موږ ته وايي . چي موسمي بدلون يو کثير الجهتي بحران دی. چي کله يواځې تر درجه حرارت ، باران يا خشک سالي پوري محدوده نه و ، بلکه د دې براهراست اثر پر انساني تهزيب ، ثقافت ، ژبي ، شناخت او ټولنيز تنظيم باندي هم کېږي . د لورلائ غوندي خط چې تر پرونده يي د ژوند هر اړخ له قدرت سره تړل شوی وی ، اوس هغه د تهزيبي او ماحولياتي انقطاع ښکار شوه . دا انقطاع يواځې ځمکني يا موسمي نه ده ، بلکه فکري او جزباتي ده . چيري چي يو انسان خپل ځان له ماضي څخه پرې محسوسه کي ، او د د حالت دومه قدر غير يقيني شي ، چې د مستقبل يوه ښکاره بڼه باقي نه شي پاتي .


» په دې حالاتو کې تر ټولو مهم سوال دا پيدا شي ، ايا موږ دا عمل درولې شو ؟ يا موږ دا زوال په يو نوي تهزيبي ساخت کې بدلولې شو ؟ جواب په بشپړه توګه منفي نه دې. او مثبت هم نه دې. موږ به د ټولو نه مخکي دا تسليمو ، چې دا بحران يواځې قدرتي نه دې ، بلکه پاليسي ، تعليم ، معيشت او د کلتوري لاشعور نتيجه هم ده . تر سو پوري موږ د خپلي منصوبه بندۍ طرز ، رياستي ترجيحات ، تعليمي نصاب ، او د فنډ د تقسيم په اصولو کې تبديلي نه شي راوستلی ، تر دې وخته پوري د باران لپاره دعاګانې او موسمي کانفرنس موږ ته يوه فائده نه شي راکوي .


» ضرورت د دې خبرې دې ، که ځاي کلتور د قومي ترقۍ برخه جوړ کړي . حکومت ، تعليمي ادارې ، سول سوسائټي ، بين القوامي ادارې او مقامي قيادت دي يوځاي داسي منصوبې ترتیب کړي ، چې کلتور ته د تحفظ ورکولو باد يي د ترقۍ برخه هم وګرځي ، لوک ژبي د په تعليمي ادارو کې شامله کړي ، علاقاۍ لباس ، موسيقي او د کشيده کاري غوندي هنرونه دي د فني تعليم برخه وګرځوي. و ځوانانو ته دې د مائګريشن د مخه تربيت ورکوې شي او په ښاري ژوند کي خپل شناخت له لاسه ورنه کړي . مقامی علماء او مزهبي رهنماو ته د ماحول دوست له اسلامي تعليمات څخه واقف کړي ، بیا دي د موسمي شعور د تبليغ لپاره هم خلګ تيار کړي ، اقوام متحده او یورپي يونين غوندي ادارې د لورلائ غوندي علاقو کې د براه راست ثقافتي پروګرام لانچ کړي ، چې د هغه تعلق له لوک فن ، ماحول ، او تعليم سره وي .
په لورلائ کې د کلتور او ماحول تعلق د يو تجريدي يا فني سطح مسله نه ده ، بلکه د ژوندي پاتې کيدو لپاره ، د پېژندنې لپاره ، او د خپل ځان برقراره ساتلو جنګ دی . چي کله يوه نجلۍ د ګرمۍ له شدت څخه يا د احساس کمتري د وجي څخه خپل لباس ترک کي ، دا لباس يواځې يوه کپړه نه وي ، بلکه د خپل وجود يو پرت پرېږدي. چي کله يو ځوان چغکه اورول پرېږدي ، نو هغه يواځې يو ساز نه وي ، بلکه د يو نسل صدا خاموشه کړي . دا خاموشياني ، دا ترقياني ، دا نابلديا. دغه اصل زوال دې .


» ليکن په هر زوال کي يو امکان هم پوشيده وي . که موږ دا زوال په سنجيدګۍ سره وګورو ، دا به يواځې د مايوسۍ کيسه نه بلکې د يو نوي ساخت ضرورت ګڼلې شو . شايد موږ له دې ملبې څخه يو نوی بنياد کشيږدو . هغه بنياد چيري چي ځای کلتور په عالمي تناظر کې پېژندل کېږي ، چيري چي د لورلائ سندري د يونيسکو په کلتوري فهرست کې رالو ، چيري چي ګودر ، دراوۍ او ګرټ غوندي دودونه د تحقيق برخه وګرځوي. او چيري چي بهولی ، اتڼ او پرګوړ يواځې د ياداشت برخه نه شي پاتي ، بلکه دوبارا را ژوندی شي .


» دا مضمون په دغه اميد سره ختمېږي. شايد موږ ګرد لږ لږ سهي خو يوځاي د تهزيبي زوال خيلاف راپورته شو . په قلم ، فن ، شعور او عمل سره . ځکه چې کلتور يواځې د ماضي ورثه نه بلکې د راتلونکي يا مستقبل روح دی . که چېرې موږ د خپل روح پالنه وکړه. بيا که شايد ځمکه وچه هم شي ، خو تهزيب به نه اوچيګي او نه به ختميږي .

دا ژباړه د طاهر زلاند
(صوبائي ډيپټي سيکرټري پښتونخوا ملي عوامي پارټي سندھ)
له تحلیلي او څېړنیزی مقالې څخه شوې ده