قدرت په ټولو مخلوقاتو کې جوړې پيدا کړې دي. په انسانانو کې هم خدای جوړې پيدا کړې دي. د انساني نسل د ډېرولو دپاره د دې جوړې دواړې برخې (نر او ښځه) خپل خپل کردار ادا کوي.په ابتدايي انساني ټولنه کې د بچي د ساتلو لپاره د نر او ښځې دواړو کردار يو رنګه دی، نه يو کم دی او نه يو زيات ځکه يې په ټولنه کې حيثيت هم برابر دی خو چې کله زرعي انقلاب راځي نو ښځه د برابرۍ له تخته ولوېږي. چونکې په جسماني حواله نر تر ښځه زورور و، او ښځه د مياشتنۍ ناجوړي او د بچي د پيدايښت او هغه ته د ښودو د وروکولو له وجې کمزورې وه، چې وروسته دغه جسماني کمزوري د دې د ټولنيزې کمزوري سبب شوه او د نر جسماني قوت د ده د ټولنيزې لوړتيا سبب شو. لکه پروين ملال چې وايي؛
٫٫کله چي نړ ۍ وزېږيده آدم او حوا د جنت څخه د منع شو ي دانې د خوړولو په پلمه وا يستل شو او په نړۍ ئې قدمو نه کښېښوول دوی دواړه تر منځ دبېل ،بېل جنسيت پرته هيڅ څرګند توپير نه ليدل کيده خو ورو ورو انسانانو هغوی دفزيکي ځواک پربنسټ د ترازو په دوو پلو کښي و تلل . آدم ته ئې لومړی او حوا ته ئې دوهمه درجه دريځ ورکړ.”(۱)
د آدم د زوی او د حوا د لور دغه د ټولنيز حيثيت فرق ورو ورو پر زياتېدو شو. يوه ورځ داسې راله چې د حوا لور یعني ښځه مکمله مغلوبه شوه.د نر دغه غلبه چې کله د ظلم، تشدد او جبر په صورت کې زياته شوه او خپلې انتها ته ورسېده نو هلته بيا په يورپ کې د دې خلاف د ښځو له خوا آوازونه پورته شول.
کله چې په يورپ کې نشاة ثانيه راځي او د يورپي نړۍ فکري زاويې مکمل بدلېږي، د ژوند په تمامو اړخونو کې بدلون رامنځته کېږي. په هم دې زمانه کې د يورپ ښځه هم را ويښه شي او د خپل حق او له نر سره د برابري غوښتنه کوي. په لومړي سر کې د غوښتنې دغه آوازونه غيرمنظم وي خو وروسته د نولسمې پېړۍ له نيمايي څخه د ښځو د حق غوښتنې دغه آوازونه باقاعده د يو تحريک شکل اخلي چې فيمينزم يې بولي. فيمنزم د ښځو د حق غوښتلو يو غورځنګ دی چې د ښځې او نر په ټولنيز حيثيت کې فرق تسليموي او دا هم مني چې دا فرق فطري نه دی بلکې د ټولنې له خوا جوړ کړل شوی دی ورسره وسره د دې فرق د ختمولو هڅه کوي؛
” اس کتاب میں ‘ نسوانیت پسندی’ کی اصطلاح سے مراد نظریات کا ایک سیٹ ہوگا جو دو ٹوک انداز میں تسلیم کرتا ہے کہ عورتیں مردوں کی مطیع ہیں اور جو صنفوں کے درمیان طاقت کا عدم توازن دور کرنے کی کوشش کرتا ہے۔ نسوالیت پسندی میں یہ نظریہ مرکزی حیثیت رکھتا ہے کہ عورتوں کی حالت سماج کی پیدا کردہ ہے، لہذا اس میں تبدیلی لائی جا سکتی ہے۔”(۲)
فيمينزم چې لومړی د ښځو د سياسي حقوقو له غوښتلو څخه پيل کېږي او بيا له وخته سره نوره هم پراختيا پيدا کوي او په خپله لمن کې د ژوند ډېر اړخونه رانغاړي او غواړي چې په دې هر اړخ کې د ښځو او نرانو حيثيت برابر وي.
٫٫ د فمينيستي اندونو ځولۍ پراخه ده اود ځولۍ په دغه پراختيا کې د سياسي، اجتماعي، اقتصادي او فرهنګي ټولو اړخونو ژورتياوې شاملې دي او له همدې کبله څېړونکي ځای ځای د يو لړ متنا قضو نظرونو څرک هم پکې ليدلای شي، خو هغه څه چې بيخي څرګند دي، هغه دادي چي فمينيستان د ژوند په ټولو اړ خونو کې د نارينه وو او ښځمنو بشپړه برابري غواړي او په دې لړ کي هيڅ ډول بهانه او يا کوم عامل د خنډ په توګه نه مني. “(۳)
د فيمينزم د تحريک د تاريخ مطالعه د څپو په صورت کې کېږي. هر دور يې د جلا جلا څپې په نوم يادېږي. دلته به دا هر دور جلا جلا مطالعه کېږي.
(۱.۱) لومړی دور
(۱.۱.۱) تاريخ
د فيمينزم اول دور د اتلسمې پېړۍ په وروستيو کې شروع کېږي او بيا د شلمې بېړۍ په لومړيو دوو لسيزو کې پای ته رسېږي. دا هغه دور دی چې د فرانس د اولمپې دي ګاجيز “ Declaration of the Rights of Woman and the Female Citizen” (۱۷۸۹) د برتانيا د ميري وولسټون کرافټ د مشهوره اثر “ A Vindication of the Rights of Woman” (۱۷۹۲) خپرېږي. په ۱۸۶۹ کې په امريکا کې د ښځو د حقوقو دپاره لومړۍ غونډه کېږي او Woman Suffrage Association جوړېږي. له ۱۸۹۰ څخه تر ۱۹۰۰ په بېلا بېلو ملکونو کې د ښځو د ووټ دپاره تحريکونه وچلېدل.
٫٫ لومړی پړاو يې له ۱۸۳۰ نه تر ۱۹۰۰ ز پورې دی. په دې پړاو کې ښځو په ټاکنو کې د ګډون د حق او خپلواکې شخصي شتمنۍ لپاره مبارزه وکړه. ٬٬ (۴)
(۱.۱.۲) افکار
د دې دور ځانګړي افکارو کې د ښځو دپاره د ووټ غوښتنه، د جايدار حق، تعليمي او معاشي حق او د برابرۍ حق او د ټولنيز انصاف غوښتنه پکښې ده.
٫٫ لومړی خو فيمينزم د ښځو د سياسي او اقتصادي برابرۍ غوښتنه کوله.٬٬ (۵)
(۱.۲) دويم دور
(۱.۲.۱) تاريخ
دا دور له ۱۹۶۰ څخه تر ۱۹۸۰ پورې دی. په دغه دور کې National Organization for Women په امريکا کې جوړېږي. په فرانس کې طلبا د ښځو په احتجاجونو کې ګډون کوي. په امريکا کې ښځې د برابري دپاره لاريونونه کوي. په امريکا کې د بچي ضايع کول قانوني وګرځي او په هم دغه دور کې د اقوام متحده له ۱۹۷۵ د ښځو نړيوال کال په توګه منل کېږي. د دې دور په خاصو کتابونو کې د امريکا د بيټې فريډنز اثر “The Feminine Mystique”(۱۹۶۳)، د سيمن دي بووا مشهوره کتاب “ The Second Sex” (۱۹۴۹)، د کېټ ميليټ اثر “Sexual Politics” (۱۹۷۰)شامل دي.
,, اور پھر 1960 ء سے 1980ء کی دہائیوں میں دوسری لہر آئی، لیکن عروج کے دور کے مراحل 1980ء اور 1970ء کی دہائی میں تھے۔ ” (۶)
(۱.۲.۲) افکار
د فيمينزم دغه څپه د مډل کللاس سپين پوستو ښځو پر ستونزو راڅرخي. په دې دور کې ښځو ته د بچي د پيدا کولو يا نه پيدا کولو د حق غوښتنه کېږي. د کار په ځايونو کې د ښځو سره امتيازي سلوک، پر ښځو تشدد، د ټولنې او کلتور ښځې ته د کمزوري مقام ورکول او نرواکي غندل کېږي.
٫٫ په دې وخت کې د فيمينزم غوښتنې زياتې شوې او د دندو، جنسي تبعيض او په علمي مرکزونو کې د برابرو حقونو خبره هم ورسره غوټه شوه. ٬٬(۷)
(۱.۳) دريم دور
(۱.۳.۱) تاريخ
د فيمينزم دغه دور په ۱۹۹۰ عيسوي کې شروع کېږي او په ۲۰۱۰ کې پای ته رسېږي.
٫٫ دا دور د نولس سوه اتيايم (۱۹۸۰ز) نه راونيسه تر عصر حاضر پوري محيط دی.٬٬ (۸)
د دې دور خاص کتابونو کې د پېتريشيا هل کولنز “ Black Feminist Thoughts”(۱۹۹۰)، د ګردا لرنر”The creation of feminist consciousness” (۱۹۹۳)، دجينيفز او امې رچرډز “ ManifestA: Young Women, Feminism and the Future” (۲۰۰۰) او د جېسيکا وېلنټي “Full Frontal Feminism”(۲۰۰۷) شامل دي. د دې دور شروعات د انيتا هلز او کلارنس تامس له شخړې څخه کېږي چې په ۱۹۹۱ کې شوې وه او بيا د ۲۰۱۰ تر سلټ واک تحريکه پورې راځي. #metoo تحريک د دې دور تر ټولو وروستنی تحريک دی چې د سوشل مېډيا له لارې چلېدلی دی.
(۱.۳.۲) افکار
دې دور له جنس سره سره د ښځو استحصال او له هغوی سره د امتيازي سلوک نور عوامل هم په ګوته کړل چې پکې ذات، طبقه، صنف او نور هم دي. سميع الدين ارمان د دې دور افکار داسې بيانوي؛
٫٫ دې دور کښي د خير او شر يا حق او باطل پيمانو کښي د زنانه نکته نظر حېثيت ته ځای ورکول او يو بل غټ عنصر د جنسياتي حېثيت تعين قدر کښي انساني خواهش ته يو قابل قدر مقام ټاکنه کول هم دي.٬٬ (۹)
(۱.۴) د فيمنزم ډولونه
که څه هم فيمينزم په بنيادي توګه د ښځو د حقوقو تحريک دی خو د مطالبو، د حقوقو د حدبندي او وېش، د نقطه نظر او افکارو له لحاظه په دې تحريکونو او د دوی په نارو کې توپیر شته چې د فيمينزم ډولونه ځنې جوړېږي چې په دې لاندې ډول دي؛
(۱) لبرل فيمينزم
لبرل فيمينزم د فيمينزم هغه ډول دی چې د نر او ښځې پر حقوقي برابري یقين لري او غواړي چې نر او ښځه د پرمختګ يو ډول موقعې ولري. پر شخصي آزادي او شناخت باور لري. په سياست کې د ښځو نمايندګي غواړي. د دليل او ثبوت پر بنياد پرېکړې کوي. د نر او ښځو دپاره يو ډول موقعې او معاشي حقوق غواړي. د بچي د پيدا کولو په فيصله کې ښځې ته ځای غواړي. د امتيازي سلوک د ختمولو دپاره قانون او پاليسي جوړول غواړي او په موجوده سیاسي او ټولنيز نظام کې ښځې ته د نر سره اوږه په اوږه د تګ کولو موقعه غواړي او باور لري چې نر و ښځه په فطري توګه برابر دي نو ځکه بايد په حقوقي توګه هم برابر وي.
٫٫ اولنی لبرل فېمنزم ؤ چي د دې ماټو د مرد و زن مساوات ؤ، د دې پلويانو د زنانه لپاره د نارينه سره يو شان قانوني، سماجي، معاشرتي او معاشي حقوق غوښتل. په موجوده نظام کښي د دې غوښتنو لپاره د بدلون لارويان وو. دې سره سره د لبرل فېمينزم پلويانو د زنانه دپاره د نارينه په شان د يو هومره اختيار غوښتو وکالت هم کولو.٬٬ (۱۰)
(۲) رېډيکل فيمينزم
رېډيکل فيمينزم باور لري چې ټولنه په بنيادي توکه نرواکه ده او د سړيو بلادستي يې ساتلې ده او ټولنې چې د نر او ښځې دپاره کوم کردار ټاکلی دی هم دغه د ښځو د استحصال ذريعه ده. د دوی لويه ناره ده چې personal is political، یعني شخصي او انفرادي تجربې له ټولنيز ساخت سره ژور تړون لري. د ښځو د آزادۍ دپاره ګډه مبارزه او اتفاق پکار دی. دوی ښځه له نره بېلوي او بيا يې د آزادۍ په بهيره کې ملګرې کوي.
” اولنی د رېډيکل فېمينزم تصور دی. د دې ماټو د موجوده انساني ټولني مکمل بدلون دی. په تمامي معاشرتي ساحو/ منطقو کښي نارينه خپلواکي په مکمله توګه ختمول يې هدف دی.” (۱۱)
(۳) مارکسي فيمينزم
مارکسي فيمينزم دا عقيده لري چې د ښځو استحصال لويه وجه سرمايه داري نظام او طبقاتي توپير دی، د دوی په باور د ښځو محنت د نرواکه سرمايه دارۍ له کبله له بېګانګي سره مخامخ دی. دغه نظام کې ښځو ته د هغوی د محنت د سم بدل نه ورکولو ګنجايش پروت دی.دوی وايي چې د ښځو استحصالو د طبقې او نسل پر بنياد د استحصاله سره يو دی او د ښځو د آزادۍ دپاره له نورو محکومو او مظلومو طبقو سره اتحاد لازمي دی.
” مارکسي فيمينزم د ښځو د زبېښاک لامل ټولنيز او اقتصادي نابرابري وګڼله.”(۱۲)
(۴) بلېک فيمينزم/ د تورپوستو فيمينزم
دغه فيمينزم د تورپوستو ښځو تجربو، ستونزو او اندېښنو ته ځانګړې پاملرنه کوي. دا فيمينزم د تور پوستو ښځو په وړاندې بېلابېل ظلمونه ښيي. د دوی په باور ښځې د ذات، نسل، جنس او ټولنيزې طبقې پر بنياد د ظلم او استحصال سره مخامخ دي.دوی وايي چې د تورپوستو ښځو ستونزې يوازې د تورپوستو يا يوازې د ښځو ستونزې نه دي بلکې دا د نسل او جنس پر بنياد د کېدونکو ظلمونو ګډه تجربه ده. دوی د ښځو د حقوقو دپاره مبارزه کوي خو طبقاتي توپیر او نسلي امتياز هم په پام کې ساتي.
“ It is an intellectual, artistic, philosophical and activist practice grounded in black women’s lived experiences. It is political struggle to combat oppression faced by any women of color.” (۱۳)
(۱.۵) فيمينزم د ادبي تنقيد په توګه
فيمينزم د ښځو د آزادۍ او د ښځو د حقوقو د سياسي مبارزې سره يوه ادبي تنقيدي تيوري هم ده چې د ښځو تجربې، هغوی ته د ورکړل شوي رول او په ادب کې د هغوی انځور او استازيتوب ته ګوري. دا تيوري هڅه کوي چې په ادبي متونو کې د ښځو د انځور شننه وکړي. د صنفي توپير د پياوړي کولو يا ختمولو دپاره چې متن کومه ژبه کاروي هغه څېړي. په ادبي متونو کې دا ګوري چې دا متون د ټولنې له خوا ټاکل شوي صنفي رولونه غندي که يې ستايي، لکه اجمل ښکلی چې وايي؛
” له فيمينستي زاويې نه د … ادب په مطالعه کې د ښځو وضعيت له څو زايو نه مطالعه کولای شو. د ادبياتو په ايجاد کې د ښځې ونډه څومره ده او څنګه ده؟ سړي شاعر/ ليکوال ښځه په خپله شاعرۍ يا ليکنه کې څنګه انځور کړې او دا انځور څومره رښتينی دی؟ په دې انځور کې وړاندې شوې ښځه په کومو کټګوريو ويشلی شو؟ په ادب کې وړاندې شوې کومې ځانګړنې لري؟ په ادب کې له ښځو سره کوم تبعيض شوی او کوم وخت کې يې رښتينې استازي شوې؟ په ادب کې د ښځې لپاره څه ډول الفاظو تشبيهات، استعارې، سېمبولونه وړاندې شوې او دا چاپېريال څه ډول دی؟” (۱۴)
حوالې
- پروين ملال، په ادب کښي د صنفي تشخص تصور، پښتو ادب د نيمي پېړۍ مزل: فکري او نظري رجحانات، دسمبر ۲۰۲۱،پښتو اکېډمۍ کوټه، ،۱۵۸م مخ
- جواد، سعديه جواد، عورتون کی تحريک آزادی، ۲۰۲۱، ميان سنز پريس، ۱۹م مخ
- م زرين انځور، فمينيزم او ادبيات، ۲۰۲۰، هاشمي خپرندويه ټولنه جلال اباد، ۱۱م مخ
- اجمل ښکلی، بېواکه صورتونه، ۱۳۹۹، سمون خپرندويه ټولنه، ۴۰م مخ
- ايضاً
- جواد، سعديه جواد، عورتون کی تحريک آزادی، ۲۰۲۱، ميان سنز پريس،۲۳ م مخ
- اجمل ښکلی، بېواکه صورتونه، ۱۳۹۹، سمون خپرندويه ټولنه، ۴۱م مخ
- سميع الدين ارمان، په ناول کښي د صنفي کردارونو نفسياتي څېړنه، پښتو ادب د نيمي پېړۍ مزل: فکري او نظري رجحانات، دسمبر ۲۰۲۱،پښتو اکېډمۍ کوټه، ۱۸۸م مخ
- ايضاً
- هم دغه اثر، ۱۸۶م مخ
- هم دغه اثر ، ۱۸۷م مخ
- اجمل ښکلی، بېواکه صورتونه، ۱۳۹۹، سمون خپرندويه ټولنه، ۴۳م مخ
- mohajan, Haradhan, An Overview on Feminism and Its Categories, http://mpra.ub.uni-muenchen.de/114625/, 2022
- اجمل ښکلی، بېواکه صورتونه، ۱۳۹۹، سمون خپرندويه ټولنه، ۱۰۳م مخ

