کافکا د یو داسی  سړی کیسه په یو داسی انداز بیانه وي چې دهفه په زریعه د خپل ژوند انځورګری کوی

د تبصرې د کتاب نوم میټامارپوسيس چې ليکوال کافکا د یو داسی  سړی کیسه په یو داسی انداز بیانه وي چې دهفه په زریعه د خپل ژوند انځورګری کوی.

دی لیکی چې ګریګورسامسا له خوبه سهار راپاسی او ځان ورته انسان نه خزنده ښکاری ځکه چې له ده څخه خزنده جوړ شوې وي،خو دده په دې خوا نه ویبده چې دی خو یو خزنده کښي بدل شوې دې بلکه په دې یه خوا بده وی چې له ده څخه ریل ګاړۍ تللې ده.

ده به پر پنځه بجې ریل ګاړۍ ته ځان رساوو خو پاته شو، دې په سوچو شو چې اوس به کلرک زما شیکا یت و خاوند ته وکړی چې دې نسته، دی لا په داسی سوچو کښی ډوب اوو چې منیجر رالی دده کور ته دده حال یه اوکو چې دی چیری دې، کور والا ورته اوویل چې له سهاره په خونه کښی دې، څه یه کوی د په ډیر تکلیف دروازه ور خلاسه کړه دوی چې ګوری دی په یو خزنده کښی بدل شوی وی.

  له دې نه پس دده ژوند کول بدل شو دده خور دده ډير خیزمت کوی دده چې څه خوښ وی ورکوی یه بعد کي یه سترګي ورته سرې شی. ليکن دده سره اوس هم د انسانانو ډول احساس وي په ظاهره خو يو خزنده وي، چي کورنۍ د هکارت په نظر ورته ګوري خو دی له خپلي کورنۍ سره ډېره مینه کوي خاص کر له خپلي خور سره چې بعد کي ورته بلا شي او په کور کښی په زوره زوره ږغيږي چې له دې بلا څخه به مه خدای کله خلاصه وي.

 دده له دی حالته بعد دده کورنۍ ته دا معلومه شي چي دی خو د هس کار نه دې نو دوې ټول ځان له خپل کارونه و موندی، ځکه چې له ده څخه یه نوره هیله نه وی ځکه چې دې په ډير تکليف سره ناسته پاسته کوی نو دی به د دوې قرض څنګه ادا کړي.

په معاشره کښی خو د هغو خلکو قدر وي کم خلګ چي د کار وي بې کاره خلګ هميشه د معاشرې هتا د خپلی کورنۍ بلکه د مور او پلار غوندي رشتو لا هم نه وی پکار, ځکه چی انسانی معاشرہ خو هغه سړی ته قدر ورکوي کوم چې دوې ته نفعه رسوی. لیکن دده سره اوس هم انسانی احساسات و جذبات سره ول چی کله د ده خور ودرو کرایچیانو ته رباب ‌ږغوي نو دده په سترګو کی اوښکي راسی، چي خور می له موسيقۍ سره ډېره مینه لری او زما زړه غواړي چی د موسیقۍ مکتب ته یه واسته وم ليکن خور یي په دا نه وه خبره چی ورور می څومره مینه لری راسره بلکه دا یې زیاته له کوره باسی، ځکه پر بوج شو.

 په معاشرہ کی خو هم یو سړی هله بوج کیږی کله چي هغه دانساني فطرت په متاثره کولو کی ناکام پاته شي نو بیا هغه سړی و دا نورو انسانانو ته د یو کاکروچ غوندی ښکاره شي، دا خزنده خو بې زرره وي خو دوی یه بیا هم نه پرېږدي.

کله چې د ده پلار دی په سیب ولی، هغه سیب دده په زړه کښی داغ پیدا کړی او دا داغ بیا سوکه سوکه د ډيریدو خوا ته روان شی او دده ټول وجود اونیسی.

ځکه خو  په معاشرہ کی که ته او ګرځي نو ته به داسی خلګ ډير پیدا کړی چی دوی ته به ستا دا زخم ظاهری ښکاری لاکن دا دوی پام د درختی و شاخونو ته وي، نه وهغو ریشو ته چی هغه په مځکه کښی خو ډيري تللې وی خو سوکه سوکه د ورستيدو خوا ته روانی وی بیا یوه ورځ داسی را سی چې دا درخته وچه شی او خلک په دی درختی پسی ارمان کوي چې څه ښې ميوې یه کولې.

دلته د ګريګور حالت خو د دې درختی په مانند وی، خو دده کورانۍ دده په مرګ باندی خوشاله شی. او دده له مرګه پس دوی د خپل مستقبل او د خپلی لور ګریټی چی اوس یوه ښایسته  پيغله ده د مستقبل په اړه انديښمن شی. او ګریګور یه هير شو چی دی خو هم د کورانۍ غړی اوو.

دلته کافکا د يو داسې معاشرې انځور وړاندې کوي چي په هغه کښی د انسانانو احساس ته نه بلکې د هغو و کار ته کتل کېږي چې دې سومره کار کوي او موږ ته څه نفعه را رسوي؟ او داسي حالاتو کښي له انسانه خپل ځان ورک شي چي ځه څوک يم؟

خو کله چي تاته د ځان د پیدا کیدو موقع ميلاو شي نو بیا وخت تير وی.